close

په يوه ورځ کې له ایران او پاکستانه تر دوه زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په يوه ورځ دوه زره او ۲۴۳ تنه په جبري او داوطلبانه توګه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا کډوال پرون (چهارشنبه، ۲۷ د چنګاښ) د «پل ابریشم»، «اسلام کلا» او «تورخم» له لارې هيواد ته راغلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ويلي، چې يو زر او ۱۹ تنه په هرات کې د اسلام کلا له لارې، يو زر او ۱۹۳ تنه په نيمروز کې د پُل ابریشم له لارې او ۳۱ تنه نور په ننګرهار کې له تورخم لارې هيواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت زياته کړې، چې راستنېدونکي تر ثبت وروسته د کډوالۍ نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام ته ور پېژندل شوي دي.

له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو او راشړلو بهير د روان لمریز کال پر مهال لاهم روان دی.

د طالبانو د کډوالو وزارت له لوري چې کومې شميرې خپرېږي، هره ورځ په کې د دې دوو هيوادونو له لوري په سلګونو تنه افغانان راشړل کېږي او يا هم راستنېږي.