close
@GMICafghanistan

د خبریالانو مرکز: د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مو د خبریالانو او رسنیو د نقض ۸۹ موارد ثبت کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال يې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض ۸۹ موارد ثبت کړي دي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۸ د چنګاښ) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په ثبت شویو مواردو کې ۶۰ موارد د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو ګواښل او ۲۹ د خبریالانو د نيولو دي.

د دې راپورونو پر اساس، طالبانو په دې موده کې لږ تر لږه د اوو رسنیو فعالیت د لنډ مهال او یا ټول وخت لپاره ځنډولی دی.

دې بنسټ زیاته کړې چې په دې لړ کې په کابل کې د دوو ټلویزوني شبکو، په غزني کې د دوو راډیوګانو، په لغمان کې د يوې راډيو، په پروان کې د يوې راډيو او په خوست کې د يوې راډيو فعالیت د طالبانو له لوري درول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې په دې لړ کې درې محلي راډیوګانې په لنډمهالې توګه تړل شوې وې، خو لا هم دوه ټلویزونونه او دوې راډیوګانې د فعالیت اجازه نه لري.

د دې مرکز په راپور کې راغلي چې د شپږو وروستیو میاشتو پر مهال کوم خبریالان نيول شوي، له هغو څخه يو خبريال چې د اپریل پر شپږمه چې د وري مياشتې له ۱۸ نيټې سره برابرېږي، نيول شوی و؛ لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې شپږ مياشتنۍ ارزونه ښيي چې په دې موده کې د طالبانو له لوري د خصوصي او ازادو رسنیو پر منځپانګې د طالبانو څار زیات شوی دی.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې «غير مسوول بنسټونه په ځانګړې توګه استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو د مستقیم او غیر مستقيم څار له لارې د هغو په کار کې لاسوهنه کوي».

د دې مرکز له راپور سره سم، په کابل کې پر رسنيو محدودیت کم دی، خو په ولایتونو په ځانګړې توګه په سویل او ختیځ کې رسنۍ د غیر محلي رسنيو د هغو تولیدي برنامو د محتوا په بيا نشر کولو ګواښل شوې دي چې د ښځو غږ پکې وي او يا هم موسيقي ورسره مله وي.

دې بنسټ زیاته کړې چې محلي خبریالان هم يوازې هغه پېښې را اخیستلای شي چې د طالبانو د ځایي مسوولینو له لوري تاييد شوې وي او دا محدودیت پر ټولنیزو رسنیو او د خبریالانو پر شخصي حسابونو هم پلی کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې معلوماتو ته پر لاسرسي محدودیت د طالبانو له لوري په جدي توګه عملي کېږي او په اکثریت مواردو کې د دې ډلې مسوولین چمتو نه دي چې له خبریالانو سره خبرې وکړي.

دې بنسټ زیاته کړې چې خبریالان له هغو رسنیو سره همکاري نشي کولای چې له هیواده دباندې فعالیت کوي «په ځانګړې توګه په تبعید کې رسنۍ» او د طالبانو له لوري دا بندیز لا هم پر خپل ځای دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې پر رسنیو د بندیزونو سختول او د خبریالانو ګواښل او نیول د خلګو پر خبرېدو او مطلوبو ازادیو او د هیواد پر پرمختګ منفي اغېز لري.

دې مرکز له طالبانو غوښتي چې د رسنیو په تړاو دې پر خپلې پاليسۍ بيا غور وکړي او پر خبریالانو او رسنیو دې خپلې نه توجیه کيدونکې او غير قانوني غوښتنې نه تحمیلوي او هغوی ته دې د کار داسې چاپېریال برابر کړي چې له ويري او ځان سانسورۍ پرته فعالیت وکړي.

طالبانو پر افغانستان له بيا ځلې واکمنېدو راهيسې د رسنیو پر فعالیت او خبریالانو پراخ بندېزونه لګولي او په ځلونو يې د رسنیو پر دفترونو یرغل ور وړی او خبریالان يې نيولي دي.

دې ډلې همدا راز پر ښځینه خبريالانو سخت بندیزونه لګولي، په ټلویزونو کې ښځینه ویاندويانې يې اړې کړې دي چې تور ماسک واغوندي او حتا په ځینو ولایتونو کې يې د رسنیو له لارې د ښځې د غږ پر خپرولو بندیز لګولی دی.