close
Photo: IRNA

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د سږ کال په دویمو درې میاشتو کې تر نیم میلیون زیات وګړي له افغانستانه وتلي

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې د روان میلادي کال د دویمو درې مياشتو پر مهال ۵۳۲ زره او ۸۵۴ تنه له افغانستانه وتلي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۲۸ د چنګاښ) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په دې موده کې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه افغانستان ته بیرته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې دا راپور د روان ميلادي کال د اپریل له لومړۍ نيټې بيا د جون تر پای پورې موده را اخلي او په همدې وخت کې د افغانستان پر پولو تګ-راتګ يې ثبت کړی دی.

له دې راپور سره سم، د بې اسناده کډوالو د شړلو په تړاو د ایران او پاکستان سیاستونه د دې لامل شوي چې افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر زیات شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې په دې موده کې يې له ۸۱ زره او ۲۹۹ تنو سره مرکې کړې او له افغانستانه د وتلو دلیل يې ترې پوښتلی دی.

دې بنسټ ويلي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو عمده دلیل له کورنیو سره ليدنه او په هغه ځای کې د ناامنۍ احساس دی چې ژوند يې کاوه.

د دې بنسټ له راپور سره سم، ایران ته د افغان وګړو د تللو عمده لامل اقتصادي مسایل دي او پاکستان ته د تللو تر ټولو عمده دلیل يې د کورنۍ له غړو سره لیدنه، روغتيايي مسایل او ځيني نورې پېښې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي چې له پاکستان سره پر پوله تګ-راتګ لنډمهالی او له ایران سره پر پوله تګ-راتګ اوږدمهالی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان ميلادي کال له پيله يې له افغانستان سره پر پوله د تګ-راتګ څار او ارزونه بيا پيل کړې ده.

دې بنسټ ويلي چې له ګڼې ګوڼې لرونکو سرحدونو سره-سره هغو سرحدي لارو ته هم پام کوي چې ګڼه ګوڼه پرې کمه ده، البته په راپورونو کې يې هغه ټول تګ-راتګ نه وي را اخيستل شوی چې د افغانستان پر پولو ترسره کېږي.