close
انځور: استول شوی

طالبانو ننګرهار کې د هډوکو متخصص ډاکټر نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو استخباراتو د هډوکو متخصص ډاکټر یعقوب شینواری نیولی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نوموړی ډاکټر پرون (چهارشنبه،٢٧ د چنګاښ) په جلال اباد ښار کې د طالبانو استخباراتو له خپلې معاینه خانې څخه وړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د ډاکټر یعقوب شینواري د نيول کېدو په تړاو هيڅ معلومات نشته او کورنۍ يې اندېښمنه ده.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي د دغه ډاکټر د نیول کېدو په تړاو بې خبري ښيي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره په یوه او بله بهانه د عامو خلکو، داکترانو، ښوونکو او خبریالانو نیول کېدل زیات شوي چې دې حالت ولسونه اندیښمن کړي دي.