اطلاعات روز: یو شمېر معترضو ښځو په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت ته پام وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب او ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی لیکلي، چې دا اعلامیه یې د افغانستان د تاریخ په دې توره او دردونکې دوره کې له غمه په ډک زړه او غوسه کې خپرې کړې ده.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ښځې د «طالبانو د ظالم او جابر رژیم» په چوکاټ کې له ټولو ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو څخه په سیستماتیک ډول ایستل شوې دي.
معترضو ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دغه ناوړه وضعیت پر وړاندې د دوی تر څنګ ودرېږي.
دوی ټینګار کړی، چې طالبان باید له هیڅ ډول مالی او سیاسی ملاتړه برخمن نه شي او د دې ډلې مشران باید د بشری حقونو او ښځو له حقونو څخه په انکار د ترهګرې ډلې په توګه په نړیوال تور لیست کې واچول شی.
معترضو ښځو ویلي، چې د امریکا له خوا طالبانو ته میاشتنۍ پیسې ترسره کېږي. په همدې حال کې امریکا له طالبانو سره هر ډول مالي مرستې ردوي.
دغو میرمنو ټینګار ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غواړو چې د افغان میرمنو وضعیت ته سمدستي او جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي. موږ باور لرو چې په پیوستون او ګډو هڅو سره کولای شو دغه وحشتناک وضعیت ته د پای ټکی کېږدو.»
معترضو ښځو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر کرن ډیکر وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کړې او د هغه خبرې یې مایوسوونکي بللې دي.
کرن ډیکر ویلي، چې د دوحې په دریمه غونډه کې د طالبانو استازو ادعا کړې چې افغانستان نن په هغه لاره روان دی چې د دغه هیواد وګړو یې غوښتنه کوله.
معترضو ښځو ویلي، چې طالبان هېڅکله د افغانستان د خلکو له خوا نه دي منل شوي او نه به یې خوښ شي.