اطلاعات روز: د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو استازې نانسي مېس د طالبانو پر وړاندې د ترتیب شوې لایحې په لاسلیکولو سره دغه ډله یو «تروریستي رژیم» بللی دی.
هغې ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «موږ د طالبانو د تروریستي رژیم پر وړاندې خپله نوې لایحه لاسلیک کړه.»
میرمن مېس په یو بل ټویټ کې لیکلي، چې هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې «امریکا هیڅکله د طالبانو تروریستي رژیم په رسمیت نه پېژني… طالبان = ترهګر.»
د هغه په وينا، د کانګرس څو نور غړي هم د دغې طرحې ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته دغه ډله تر اوسه په رسمیت نه ده پیژندل شوې.
په دغو دریو کلونو کې دغه ډله د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په نقضولو تورنه شوې ده.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد ګرځېدو حق نه لري.