close

له ایران او پاکستان څخه په يوه ورځ کې تر پنځه زره زیات کسان افغانستان ته راغلي

اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه توګه په يوه ورځ کې پنځه زره او ۳۰۳ تنه کسان افغانستان ته راغلي دي.

دې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا کډوال پرون (شنبه، ۶ د زمري) د ابريشم، اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له اعلامیې سره سم، په دې لړ کې څلور زره او ۹۹۴ کډوال له ایران څخه راغلي دي؛ درې زره او ۲۵۳ تنه په هرات کې د اسلام کلا له لارې او يو زر او ۷۴۱ تنه په نیمروز کې د ابریشم له لارې راغلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې ۳۰۹ نور کسان له پاکستانه افغانستان ته راغلي چې له هغو څخه ۱۷۵ تنه په ننګرهار کې د تورخم او ۱۳۴ تنه نور په کندهار کې د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي.

دې وزارت زياته کړې، چې دا کډوال تر ثبت وورسته د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ د نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.

د روان کال پر مهال له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو بهیر چټک شوی دی.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۴ کال په دویمو درې مياشتو کې ۸۵۸ زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

دې بنسټ ويلي و، چې د بې اسناده کډوالو په تړاو د ایران او پاکستان سیاستونه د دې لامل شوي چې افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر زیات شي.