اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټیل وايي چې د دې هیواد په اند طالبان یو «ترهګر سازمان» دی.
ښاغلي پاټیل تېره شپه (دوشنبه، ۸ د زمري) د یوه خبري کانفرانس پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «زه نسبتا ډاډمن یم چې [په امریکا کې] طالبان یو ترهګر سازمان ګڼل شوی دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا موضوع د امریکا د کنګرې د یوې غړې نانسي میس د وړانديز شوې لایحې په تړاو شوې پوښتنې ته په ځواب کې مطرح کړې ده.
خبریال دې لایحې ته په اشارې وويل چې تحریک طالبان پاکستان د امریکا د عدلیې وزارت له لوري يو ترهګر سازمان ګڼل شوی دی، خو طالبان د دې وزارت د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نشته ایا بهرنیو چارو وزارت د نانسي میس له لوري د وړانديز شوې لایحې ملاتړ کوي او کنه.
ودانت پاټیل د پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان د متحده ایالاتو له لوري یو ترهګر سازمان ګڼل شوی دی او کله چې خبریال ورته وویل چې داسې نه ده، نو زیاته يې کړه چې فکر کوي ځواب یې سم دی.
د امریکا د کنګرې غړې نانسي میسي یو څو ورځې وړاندې یوه لایحه وړانديز کړه چې له مخې يې طالبان په امریکا کې د یوه بانديني ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
د دې لایحې د تصويب په صورت کې هیڅ امريکايي بنسټ نشي کولای چې طالبان په رسميت وپېژني او په دې برخه کې بودجه ځانګړې کړي.
اغلې میس پر ایکس ليکلي چې غواړي ډاډمنه شي «امریکا هیڅکله هم طالبان په رسميت نه پېژني … طالبان = ترهګر».
دې زیاته کړې چې د کنګرې یو څو نور غړي هم د دې طرحې ملاتړ کوي.
اوس مهال طالبان د امریکا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې نشته، خو د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په شمول د دې ډلې یو شمېر چارواکي د امریکا د فیډرال پولیسو تر تعقیب لاندې دي.
له دې سره-سره، د وروستیو درو کلونو پر مهال امریکا له طالبانو سره په تعامل کې وه او د دې هیواد استازو بیا-بیا له طالب چارواکو سره ليدلي او خبرې کړې دي.