اطلاعات روز: د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند «سرحدي پټرول پمپ» سیمه کې یو کس د خپل مېلمه ملګري له خوا په ناپامه ډزو کې وژل شوی.
کندهار کې د طالپانو ځایي پولیسو ویلي، دا پېښه پرون (دوشنبه، ۸ د زمري) هغه مهال رامنځته شوې چې د نوموړي کس ملګری یې لېدو ته راغلی و او د هغه په شخصي وسلې یې ګوتې وهلي او څلور ډزې ترې شوې چې په ترڅ کې يې کوربه کس وژل شوی دی.
د طالبانو ځایي پولیسو ویلي، وژل شوی کس «باران جان» نومېږي او د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د سپېروان کلي اصلي اوسېدونکی و.
د دوی په وینا، د وژل شوي باران جان قاتل ملګری یې نیولی او د طالبانو عدلي او قضایي اورګانونو ته یې سپارلی دی.
د طالبانو پولیسو زیاته کړې چې پر وژل شوي کس د هغه د ملګري له خوا څلور ډزه شوي دي.