اطلاعات روز: په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافیلا ایودیس د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سياسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې د خپل دوه کلن ماموریت پایته رسیدل اعلان کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې تېره شپه (چهارشنبه، ۳۱ د زمري) خپره شوې، د ایودیس له قوله يې ليکلي، چې «بوسکوویچ پوهر ویرانیکا» په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافيرې په توګه ټاکل شوې ده.
اغلې ایودیس او په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر تر اوسه له خپلو ادرسونو په دې اړه څه نه دې ويلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اروپايي ټولنې د استازولۍ شارژدافیرې له افغانستان سره د بروکسل د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، رافایلا ایودیس زیاته کړې چې د افغانستان په تړاو د هیوادونو د سفارتونو په مفصله غونډه کې د ګډون لپاره لومړی دوحې ته ځي او وروسته به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم مفصلې خبرې وويني.