close

پاکستان کې د تېر حکومت د سرحدي قطعې یو سرتېری وژل شوی

اطلاعات روز: د پاکستان د بلوچستان ایالات په مرکز کوټه کې «نامعلومو وسله والو» د تېر حکومت د سرحدي قطعې یو سرتیری په ډزو وژلی دی.

کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې وژل شوی افغان سرتیری سیدولي نومېده او تېره ورځ (چهار شنبه، ۳۱ د زمري) د بلوچستان د کوټې ښار اړوند «سورکي» سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینو وویل، چې سیدولي د کندهار د میوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د تېر حکومت پر مهال یې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د حاجي لالا په نوم قومندان سره دنده درلوده او په وروستیو کې د جنرال تادین خان اچکزي په غوښتنه د کندهار سرحدي قطعې جذب کړی و.

یوې سرچینې زیاته کړه، چې سیدولي د طالبانو راتګ سره د پاکستان کوټې ښار ته کډوال شوی و او هلته یې خپل کاروبار کاوه.

د دغه سرچینې په وینا، چې سیدولي د خپلې کورنۍ سرپرست و او یوه اونۍ وروسته یې واده هم و.

تر اوسه د دغې پیښې لامل څرګند نه دی او نه یې چا مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

تر دې وړاندې هم په پاکستان افغان نظامیان په نښه شوي، خو چا یې د وژنو په تړاو پلټنې نه دي کړي او نه یې عاملین معلوم شوي دي.