اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دې ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د سوارلۍ پر یو موټر د ماین چاودنه شوې چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې نن (پنجشنبه، ١ د وږي) د غرمې شاووا دوولس نیمې بجې د دره نور ولسوالۍ اړوند« کندک»کلي کي د سوارلۍ یو موټر پر پخواني ښخ شوي ماین وربرابر شوی.
زابلی زیاتوي چې د پېښې ټول قربانیان د نورستان ولايت اوسېدونکي دي چې دره نور ولسوالۍ ته د ديني زده کړو لپاره راغلي وو.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې د دره نور ولسوالۍ په«کنډک» کلي کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد يوسف جمالزي پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې پنځه ماشومان وژل شوي او څلور نور کسان ټپيان دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دې رینجر موټر کې د نورستان لپاره د طالبانو امنيه قوماندان نه و خو د هغه دوه ځوان زامن وژل شوي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په روانه میاشت دا درېیمه چاودنه ده چې په کابل، هرات او ننګرهار کې کېږي چې قربانیان یې تر ډیره ملکي وګړي دي.