close
Photo: © UNFPA Afghanistan

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق: افغانستان په بېړنۍ توګه ۱۸ زره زده کړو لرونکو قابلو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي چې افغانستان په بېړنۍ توګه ۱۸ زره زده کړو لرونکو قابلو ته اړتیا لري تر څو په دې برخه کې شته اړتیاوې پوره کړي.

دې بنسټ په خپل راپور کې چې تازه خپور شوی، ويلي چې که د دې قابلو د شمېر کمښت پوره نشي د زیاتو ښځو ژوند به له خطر سره مخ شي او د هغوی بدني استقلال په شدت سره تضعیفېږي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ويلي چې د نړۍ په کچه شاوخوا ۹۰۰ زره زده کړې لرونکې قابلې کمې دي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې دوی اوس مهال په افغانستان کې د ۴۷۷ «صحي خونو» ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق له راپور سره سم، دې روغتيايي مرکزونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې بیا تر اوسه په افغانستان په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې پنځو میلیون وګړو ته خدمات وړاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې روغتيايي خدماتو ته د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسی کم شوی دی.

د مالي ملاتړ د درېدو او د ښځو پر سفر د طالبانو د بندیزونو له وجې ډېر مرکزونه تړل شوي او له همدې وجې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی کم شوی دی.