اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دوې کوچنۍ نجونې د لامبو پر مهال اوبو ډوبې او مړې کړې دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین زیاتوي، چې دغه نجونې تېره ورځ (جمعه، ۲ د وږي) ماسپښین د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ سیمې اړوند «لویه ویاله» کې د لامبو پر مهال اوبو ډوبې کړې دي.
د طالب پولیسو په وینا، دا نجونې سره خویندې وې چې یوې اووه او بلې یې نهه کاله عمر درلود او د سرکاري باغ سیمې اصلي اوسیدونکې وې.
کندهار کې سږ کال لسګونه کسان اوبو ډوب او مړه کړي دي.
په دې ولایت کې د طالب پولیسو د معلوماتو له مخې، چې د دغلته د روان کال د ګرمۍ موسم له پېله تر اوسه ۳۶ تنه ماشومان او لویان اوبو ډوب او مړه کړي دي.