close

طالبانو په ننګرهار کې د تېر حکومت یو نظامي قومندان نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو استخباراتو د تېر حکومت یو نظامي قومندان نیولی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۳ د وږي) وویل، چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند اوومې ناحیې له «ځنګل باغ» سیمې څخه د احمدشاه په نامه د تېر جمهوري حکومت د ملي اردو قومندان له خپل کوره بیولی او اوس مهال په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست کې بندي دی.

یو شمیر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې یاد قومندان تېره چهارشنبه نیول شوی دی.

اطلاعات روز ته سرچینو وویل، چې احمدشاه څه موده وړاندې د طالبانو د تماس کمیسیون په بلنه هیواد ته راستون شوی و، خو اوس طالبانو د نامعلوم دلیل له مخې نیولی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم تایید کړه او ویې ویل، چې د نوموړي کور دوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو محاصره کړی و، خو په دې ورځ قومندان احمدشاه په کور کې نه و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پخواني نظامي قوماندان ته له ايرانه تر راستنېدو وروسته د طالبانو د عفوې کارټ هم ورکړل شوی و.

د سرچینو په وینا، دا لا څرګنده نه ده چې طالبانو ولې دغه نظامي قومندان نیولی دی.

تر اوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې اطلاعات روز ورځپانې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې په ختیځ ولایتونو او خاص ډول په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې پخواني نظامیان د طالبانو له لوري په یو او بل نوم ځورول کیږي، چې له کبله یې زیاتره پر قاچاقي لارو اروپایي هیوادونو ته تللي او پاتې هغه یې د طالبانو له سترګو پناه ژونده کوي او ځینې یې یا زنداني شوي او یا وژل شوي دي.