close
Alex Ellinghausen

اسټرالیا: د افغان ښځو او نجونو د غږ خاموشولو لپاره د طالبانو هڅې غندو

اطلاعات روز: د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون توشیح ته په غبرګون کې ويلي چې دا هیواد د افغان ښځو او نجونو د غږ خاموشولو لپاره د طالبانو هڅې غندي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پر ایکس ټولنیزې رسنۍ ليکلي: «موږ د افغانستان له ښځو او نجونو سره یو او د هغوی د بشري حقونو ملاتړ کوو.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تازه توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی دی او اوس مهال دا قانون نافذ دی.

د دې قانون دیارلسمه ماده د ښځو حجاب ته ځانګړې شوې ده، د هغوی د ټول بدن پټول يې لازمي ګڼلي او د هغوی غږ یې هم عورت بللی دی.

د دې قانون له مخې نوروز، یلدا شپه، اور لوبه، د ږيرې خرېيل او تر قبضې کمول، د نیکټايي په غاړه کول او د شریعت خلاف وېښتان جوړول، له کوره د ښځو د غږ وتل او په کمپیوټر او موبایل کې د ژوندیو شیانو عکسونه او فلمونه کتل «ځانګړي منکرات» دي او ویل شوي چې محتسب مسوولیت لري چې مخه یې ونيسي.

د دې قانون توشیح کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي او بېلابېلو هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف محدودیتونه لغو کړي.