اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۴ دوري) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «باریکاب» سیمه کې د رحیم الله او عرب شاه د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي په یاده نښته کې رحیم الله د ژورو ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مقابلې کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي دي.
زابلي زیاته کړه، چې د پېښې له خبریدو وروسته ځایي طالبان سیمې ته رسیدلي او په اړه یې پلټنې پېل کړي دي.
له دې نږدې یو کال وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د دوو کورنیو ترمنځ په ورته نښته کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو ترمنځ دا ډول شخړې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره د ځمکو پرسر پخواني جنجالونه او کورنۍ ستونزې دي.