close

کونړ کې د سیلابونو له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي، چې په پایله کې د یوه کور د خونې چت پرېوتی، چې یوه مېرمن مړه او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي. 

کونړ کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو د ارزونې طالب امر احسان الله احسان وايي، دا سیلابونه تېره ورځ (یکشنبه، ۴ د وږي) سهار مهال د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې راوتلي دي. 

نوموړی وايي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د کونړ ولایتي روغتون ته استول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. 

احسان الله زیاتوي، د دغو سیلابونو له امله په لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، ولاړ فصلونه، باغونه، لارې، پلچکونه، ویالې او استوګنیز کورونه هم تخریب شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې هم د ورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت پرېوتی و، چې څلور کسان په کې ټپیان شوي وو.