اطلاعات روز: د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په ځانګړې سپارښتنه کندهار کې د دغې ډلې په البدر قول اردو کې د هیواد د ګرمسیرو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ۷۰۰ تنو محصلینو ته د «فکري او عقیدوي» زده کړو ۱۵ ورځنی سمینار ورکړل شوی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دا سمینار د تېرې زمري میاشتي پر ۲۸مه نېټه پېل او ۱۵ ورځې یې دوام درلود، چې په دغه موده کې یادو محصلینو ته د اوسیدو او خوړو ټولې اسانتیاوې هم برابرې شوې وې.
سرچینې وایي، دغه سمینار د ملا هبت الله اخوندزاده په لارښوونه او څارنه جوړ شوی و او ټول ښوونکي یې د هغه لخوا ټاکل شوي وو، ترڅو یادو محصلینو ته د دین په رڼا کې فکري، اصلاحي او عقیدوي روزنه ورکړي.
سرچینو وویل، یاد سمینار ته د طالبانو مشر هم وینا کړې او له ټولو ۷۰۰ محصلینو یې غوښتي چې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي.
دغه راز د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هم تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د وږي) د یاد سیمینار په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه سیمینار د هبت الله اخوندزاده په لارښوونه د دې وزارت له لوري جوړ شوی و.
د دغه وزارت په ایکس پاڼه لیکل شوي، چې یاد سیمینار د هیواد د ګرمسیره ولایتونو د خصوصي او دولتي پوهنتونونو شاوخوا ۷۰۰ محصلینو ته په دې موخه جوړ شوی و، ترڅو محصلین په فکري، اصلاحي او عقیدوي برخه کې زده کړې ترلاسه او د دیني او عصري زده کړو ترمنځ فاصله کمه شي.
د لوړو زده کړو وزارت زیاته کړې، چې یادو محصلینو ته ۱۵ ورځې د هیواد د مشهورو دیني علماوو له لوري روزنه ورکړل شوې او د اسلام د دیني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي نظامونو په اړه بحثونه شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د هیواد د دولتي او خصوصي پوهنتونو محصلینو ته په یوه نظامي قول اردو کې دا ډول سمینار ورکول کېږي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، په پام کې لري چې د هیواد په نورو زونونو کې هم دغه ډول سیمینارونه جوړ کړي.