close

ننګرهار کې ولسي خلکو د یو روغتون لپاره په شخصي لګښت ځمکه اخیستې

اطلاعات روز: د ننګرهار دره نور ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې د طالبانو د نه پاملرنې له کبله اړ شوي چې په خپل شخصي لګښت د یو روغتون لپاره ځمکه وپیري.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی الله محمد وایي، چې دغه ځمکه د ولسي خلکو په چنده په ۲.۱ میلیونه افغانیو اخیستل شوې او په سیمه کې د یو ۶۰ بستریز روغتون لپاره ځانګړې شوې.

نوموړی زیاتوي له دې وړاندې په سیمه کې د روغتون لپاره ځانګړی ځای موجود نه و، نو ځکه خو ولسي خلک اړ شول چې په خپله د روغتون لپاره ځانګړې ځمکه وپيري.

هغه وویل، چې دا روغتون به په ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې او د نورو مرستندویه موسېساتو له لوري جوړ شي، چې ورسره به د دره نور ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې روغتیايي ستونزې تر یوې کچې حل شي.

که څه هم د ننګرهار روغتیایي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي ویلي و، چې د دغه ولایت په زیاتره ولسوالیو کې د روغتونونو او کوچنیو روغتیایي مرکزونو د جوړیدو لپاره د ځانګړې ځای له نشتوالی سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې اوسمهال په ځینو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه د خلکو په شخصي کورونو کې خدمات ترسره کوي چې ډیرو ته د قناعت وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د ننګرهار په ګڼ شمیر ولسوالیو کې خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له همدې کبله ډیر کله اړ کېږي چې شخصي روغتونونو ته مراجعه وکړي.