close

ارزګان کې یو کس خپل ورور په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس خپل ورور د ځمکې پر سر شخړه کې په ډزو وژلی دی.

په دې ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې دغه شخړه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۳ د وږي) ناوخته د دهراوود ولسوالۍ په «مايندو» سيمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د دوو ورونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو ورور پورته شوی بل یې په ډزو وژلی او قاتل له سيمې تښتیدلی، چې نن د طالب ځواکونو لخوا بیرته نيول شوی دی.

د هیواد په سویلي ولایتونو کې د ځمکو، اوبو، کلیوالي او کورنیو ستونزو له کبله رامنځته شوې شخړې ډیر کله له مرګ ژوبلې خالي نه وي.