close
UNAMA/Fardin Waezi

ریچارډ بېنټ د کابل د وروستي برید په اړه د څیړنو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په کابل کې د دوشنبې ورځې د خونړي برید په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه برید عاملین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي نن سهار (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) دغه برید ټکان ورکوونکی بللی او لیکلي یې دي چې هېڅ شی دا ډول تاوتریخوالي ته توجیه نه لري.

بېنټ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «مسوول کسان باید له بشپړې څیړنې او عادلانه محاکمې وروسته د عدالت منګولو ته وسپارل شي.»

د تېرې دوشنبې په مازدیګر د کابل په دارالامان سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر د د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست کارکوونکې په نښه کړل. دغه کارکوونکي هغه مهال په نښه شول، چې د کار له پای ته رسېدو وروسته له دفتره د وتلو په حال کې وو.

په کابل کې د طالبانو پولیس وايي، چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو سرچينې وايي، چې په دې بريد کې د شپږو بدخشاني ځوانانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.  دغه ځوانان د افغانستان د پخواني حکومت د لويې څارنوالۍ څارنوالان او کارکوونکي وو، چې د طالبانو بیا ځل حاکمیت وروسته يې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست کې خپلو دندو ته دوام ورکړی وو.

داعش د دوشنبې د ورځې د برید مسوولیت منلی دی.

د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو هم دغه برید غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګري استازي توماس وېسټ لیکلي چې «د بې ګناه خلکو په نښه کول هیڅ توجیه نلري».