اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یوه «کونډه» میرمن د خپل میړه حق غوښتلو له امله د خپل «لېوره» له لوري په ډزو وژل شوې.
هلمند کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه میرمن زرغونه نومیده او نن (چهارشنبه، ۱۴ د وږي) د کجکي ولسوالۍ اړوند «لرکن» سیمه کې وژل شوې.
سرچینه زیاتوي، چې د زرغونې میړه یو کال وړاندې مړ شوی او نوموړې د خپلو دریو اولادونو سره ژوند کاوه.
هلمند کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې ښځو ته د یو لړ حقونو په ورکړې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «ښځه د میړه په مال کې د میراث له حق څخه هیڅوک نه شي بې برخې کولای»، خو داسې ښکاري چې دغه فرمان طالب چارواکو شاته غورځولی؛ ځکه چې هلمند کې یو شمیر ښځو اطلاعات روز ته شکایت کړی و، چې دغلته د طالبانو مرافعه محکمه د دوی میراث حق اخیستلو او نور ستونزو ته رسیدګي نه کوي او ورته وایي، چې دا یې کورنۍ ستونزې دي او هلته یې باید حل کړي.