اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د دایکندي د اوسېدونکو وژنې ته په غبرګون کې ويلي، چې د دې وژنې عاملین باید عدالت ته وسپارل شي او د زیات خطر د مخنيوي په موخه د هزاره ټولنې خوندیتوب ته پاملرنه وشي.
دې سازمان د غور او دایکندي ترمنځ سیمه کې د دايکندي د ۱۴ تنو وژل سخت غندلي دي. یاد کسان چې د تېرې پنجشنبې په ورځ موټرسایکل سپرو وسله والو ووژل، مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې دا وژنې د عمدي او سیسټماټیکو بریدونو یوه بېلګه ده چې هزاره وګړي په عبادتځایونو، ښوونځیو، روغتونو او د افغانستان په نورو سیمو کې په نښه کوي.
دې سازمان همدا راز ويلي، چې د هزاره ګانو وروستۍ وژنه یو ځل بیا راتازه کوي چې په افغانستان کې له مجازات څخه معافیت څومره درنه بیه لري.
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ او سیسټماټیک نقض او له نړیوالو قوانینو سره سمو جنایاتو ته د رسيدګۍ لپاره د پوښتنې-ګرویږنې یو نړیوال خپلواک میکانیزم جوړ کړي.
د پنجشنبې په ورځ د دایکندي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د غور ولایت پر لور د کربلا د زیارت کوونکو هرکلي ته ورتلل او د دې ولایت پر پوله د وسله والو کسانو له لوري ډزې پرې وشوې. د دې پېښې قربانیان ټول نارینه او د یوه کلي اوسیدونکي دي.
دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هیوادونو او سازمانونو دا پېښه غندلې ده. د فعالانو په اند د دایکندي وژنه د هزارهګانو د دوامدارې وژنې لړۍ ده او د دې قومي-مذهبي ډلې له نسل وژنې سره برابره ده.
د وروستیو کلونو پرمهال پر هزاره ګانو په ځلونو په مسجونو، ښوونځیو، روغتونو، لوبغالو او لارو کې مرګوني بریدونه شوي دي. د دې بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د بشر حقونو څار ويلي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته داعش خراسان ډلې د هزاره ګانو پر خلاف لږ تر لږه د ۱۷ بریدونو مسوولیت منلی چې تر ۷۰۰ زیات کسان پکې مړه او ژوبل شوي دي.
دې سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ په اکټوبر کې دې پايلې ته ورسېدل چې د داعش چاودنې او د هزاره ګانو پر خلاف نور هدفي بریدونه د بشریت پر خلاف جنایت دی.
د بشر حقونو څار ویلي، چې وروستی برید یو ځل بیا ټینګار کوي چې طالبان باید په افغانستان کې د هزاره ګانو او ټولو شیعه وګړو په ګډون له خطر سره د مخ ډلو د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدامات وکړي.