close
Photo: Social Media

د کندهار له ۱۱ ولسوالیو څخه «تر اوسه» هیڅوک له دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی

د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې د کندهار او نورو ولایتونو په ټولو ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو د زده‌کړو په برخه کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه وشوه، څو د هیواد ټول ماشومان او ځوانان زده کړو ته لاسرسی ولري، خو د دې هڅو سره سره لاهم د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې تر اوسه یو کس هم له دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی او ښایي دغلته په ډېرو نورو سیمو کې د هیڅ ډول زده کړو اسانتیا نه وي برابره شوي.

کندهار ولایت ۱۷ ولسوالۍ لري چې له دې جملې څخه یوازې د شپږو ولسوالیو څخه یو شمیر ځوانان له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي، او پاتې یوولس نورې ولسوالۍ هېڅ فارغ کسان نه لري.

د دې ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي وایي، تېرو کلونو کې چې  د دوی د ماشومانو د زده کړو په نوم کومې پیسې راتلې هغه د فساد او په سیمه کې د جګړو له امله شخصي جیبونو ته تلې او له امله یې د دوی ماشومان او ځوانان له زده کړو پاتې شوي دي.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی حکمت الله وایي، دغې ولسوالۍ کې د کورنۍ جګړې او نورو ټولنیزو ناخوالو له امله ډير شمېر ځوانان نالوستي پاتې شوي.

حکمت الله زیاتوي، د پخواني حکومت پرمهال چې د ولسوالیو زده کوونکو لپاره کومې مرستې راتلې ټولې د هغو کسانو شخصي جېبونو ته تلې چې په اداري فساد کې ښکیل وو.

هغه وایي، تردې مخکې کلونو کې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو کې د نجونو او هلکانو لپاره د عصري ښوونځیو د جوړېدو په موخه پیسې راغلي، خو تر اوسه یوازې دوه ښوونځی جوړ شوي دي.

د حکمت الله يه وینا: «اوس خو په شاولیکوټ کې یوازې لویانې نجونې مکتب ته نه شي تلای، خو پخوا مو هلکان هم مکتبونو ته نه شوای استولای، که چا خپل په زوی یا لور پخوا سبق ویلای سل رقمه خطرونه ورسره تړلي وو، بل بیا خلک مجبوره وو چې خپل بچیان کندهار ښار ته واستوي، پخوا ټول شاولیکوټ ولسوالۍ کې د معلم څرک نه معلومېده ټول معلمانو مو پر کورنو معاشات اخیستل یا به یې په ښار کې ژوند کاوه، یو مکتب و هغه هم راڅخه لېرې و، په ټول شاولیکوټ کې یوازې په مرکز کې یو مکتب فعال و هغه هم باره بند شو.»

د کندهار په ولسوالیو کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ ښوونځي لاهم ویجاړ پاتې دي. انځور: خواله رسنۍ

همداراز د میانشین اوسیدونکی منصور احمد بیا وایي، تر اوسه د خپلې ولسوالۍ له ښوونځیو څخه یو تن فارغ ځوان نه لري.

هغه زیاتوي، چې د میانشین ترڅنګ د کندهار یو شمیر نورې ولسوالۍ هم د ښوونځیو څخه فارغ ځوانان نه لري او د ټولنې اکثریت قشرونه یې بې سواده دي.

د ده په وینا، چې د موسېساتو لخوا په ولسوالیو کې جوړ شویو محلي ټولګیو کې یو شمیر ماشومانو زده کړې کولې، خو په خبره یې چې د طالبانو په راتګ سره هغه هم وتړل شول.

نوموړي وویل: «پخوا زموږ ټولنه داسې جوړه وه که دې خپل اولاد مکتب ته استولای وای خلکو سل رقمه خبرط درپسې کولې، چا بد درپسې ویل، چا ښه درپسې ویل، خو لا په هر صورت دلته جنګونه وو یوه ورځ به میانشین د عسکرو په لاس کې و، بله ورځ به د طالبانو په لاس کې و، چا خپل زامن مکتب ته نه شوای استولای، حالت بیخي ګډوډ وو، دلته به د میانشین ولسوالۍ د معارف مدیر هلته په کندهار ښار کې دوکاندار و، نو هغه باره چیرې ولسوالۍ راته، خو معاش هلته په ښار کې ورکول کېده، زموږ د ولسوالۍ ۹۵ فیصده خلک بې سواده دي د دغه ټول کسانو پر تعلیم پیسې راتلې دوی خپل جېب ته اچولې.»

کندهار کې عصري زده کړو ته نه تېر حکومت او نه هم د طالبانو حکومت پاملرنه کړې

دغه راز د کندهار ریګستان ولسوالۍ یو اوسیدونکی شمس الله وایي، د زده کړو لپاره یې پلار کندهار ښار ته لېږلی ترڅو خپلو هیلو ته ورسیږي.

د شمس الله په وینا، چې د دوی په ولسوالۍ کې ډیری خلک خپل بچیان د ښوونځیو پرځای مدرسو کې شامولي، چې له همدې له امله د عصري زده کړو سره د خلکو مینه کمه او د ودې لپاره یې مسوولینو هیڅ نه دي کړي.

شمس الله دا مهال د کندهار ښار اړوند ظاهر شاهي لېسه کې زده کړې کوي او غواړي په خپلې ولسوالۍ کې د عصري زده کړو د ترویج لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وویل: «په ریګستان کې ټول ماشومان او ځوانان مدرسو ته ځي، هلته د معارف مدیریت یوازې په نوم دی، چي جنګونه وو زموږ د مکتب څخه یې د پولیسو پوسته جوړه کړې وه، په ټوله ولسوالۍ کې موږ د مکتب فارغ ځوان نه لرو، زموږ ټولنه هم دینې او هم عصري علم ته اړتیا لري، یو مکتب مو درلوده هغه هم په جنګو کې تخریب شو، موږ په ټولو ولسوالیو کې د مکتبونو د جوړېدو غوښتنه کوو، د ریګستان هر ځوان ارمان لري چې عصري علم ترلاسه کړي، خو امکانات یې هلته نشته.»

کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست په ولسواالیو کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پېل کړي ترڅو خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل کړي

همدارنګه د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی جمیل احمد بیا وایي، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د عصري علومو د زده کړو بهیر ډیر پیکه شوی او د محلي ټولګیو تر بندیدو وروسته ډیر شمیر ځوانان اوس په کوڅو کې ورځې تیروي.

د جمیل په وینا: «زه خپله د ریګستان څخه راغلی یم، دلته مې څلور میاشتې تیرې کړې بیا ځم خپل ولسوالۍ ته، زموږ په ولسوالۍ کې تعلیم نشته، ځوانان یا په باغواني اخته وي یا په کوڅو کې ګرځي، موږ درې ورونه کندهار ښار ته راغلي یو، د ماما کور کې اوسیږو او مصرف مو خپله پوره کوو، که زموږ په کلي کې مکتبونه وای نن به موږ د دې مشکلاتو سره نه مخامخ کیدای، په ټول ریګستان کې موږ یو ډاکټر نه لرو، په ریګستان کې مکتب تر ۹ صنف پورې دی تر هغه وروسته امکانات نشته چې عصري زده کړې وکړو.»

کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په ولسوالیو کې یې ۴۹ ښوونځي بیا ځل ترمیم کړي دي

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین تاییدوي، چې د کندهار ښار او شپږو ولسوالیو پرته چې د دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي لري، مګر پاتې یوولس ولسوالۍ څخه تر اوسه یو کس فارغ نه لري.

د کندهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند احمد جان نظري وایي، د کندهار په یوولس ولسوالیو کې د کورنیو جګړو او نور ناخوالو له امله عصري زده کړو ته پام نه دی شوی، نو ځکه ترې تر اوسه یو کس هم له دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی.

احمد جان نظري وویل: «د کندهار څخه تر اوسه موږ د کندهار ښار، ډنډ، پنجوایي، ارغنداب، سپین بولدک، ژیړۍ او میوند ولسوالیو څخه د مکتب فارغ کسان لرو، له نورو ولسوالیو څخه فارغان نه لرو.»

د نظري په خبره، اوسمهال د کندهار ولایت په ښار او ولسوالیو کې ۴۷۵ ښوونځي شتون لري، چې دوه لکه، ۸۰ زره او ۲۵۶ کسان پکې په زده کړو بوخت دي.

هغه وایي، چې د طالبانو حکومت له راتګ وروسته یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۴۹ ښوونځي بیا رغولي دي.

د کندهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند همدارنګ وایي، چې تازه یې د کندهار ښار او ولسوالیو کې د نویو ښوونکو د جذب پروسه پېل کړې او په وینا یې چې د دې پروسې له لاري به ډير شمېر مسلکي ښوونکي په دنده وګمارل شي.