close

طالبانو د لغمان د «شاهي کانال» د جوړولو چارې پیل کړې

اطلاعات روز: د طالبانو د اوبو او نرژۍ د وزارت د سرپرست وزیر عبداللطیف منصور په شمول د یو شمېر طالب چارواکو له لوري په لغمان کې د «شاهي کانال» د جوړولو چارې پیل شوې.

عبداللطیف منصور نن (یکشنبه، ۲۵ د وږي) د یادې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې ویلي چې دا کانال ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸ میلیونه امریکایي ډالر لګښت پرې راځي. د ده په وینا، د دوو فازونو په درلودو سره کولی شي شاوخوا ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هیله څرګنده کړې چې دا کانال به د الينګار ولسوالۍ او مرکز مهترلام اړوند ګڼې شاړې ځمکې ابادې کړي او سیمه به ورسره پرمختګ وکړي.

د یادولو وړ ده چې په لغمان کې د شاهي کانال ستره پروژه د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند له سندروا کلي پیلیږي او د الینګار سیند له شمال لوېدیځې برخې سرچينه اخلي او د خپل مسیر په اوږدو کې د سوېل پر لور د الینګار ولسوالۍ اړوند زیاتې ځمکې او د شخطري، سلطان غازي بابا او مهترلام بابا دښتې تر پوښښ لاندې راولي.