اطلاعات روز: د اروپا پارلمان د یوه پرېکړهلیک له لارې د افغان ښځو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او له اروپايي اتحادیې يې غوښتي چې د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پيژندنې ملاتړ وکړي.
دا پرېکړهلیک نن (پنجشنبه، ۲۹ د وږي) د اروپا په پارلمان کې په ۵۶۵ موافقو، اتو مخالفو او ۴۳ ممتنع رایو تصویب شوی دی.
په دې پرېکړهلیک کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندل شوی دی او ویل شوي دي چې دې قانون افغان ښځې د دوی له خپلو حقونو او ازادیو محرومې کړې دي او دا وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» معادل دی.
له دې پرېکړهلیک سره سم، د طالبانو د امر بالمعروف قانون او د دې ډلې نور اوامر د دې لامل شوي چې ښځې له عمومي صحنې حذف شي، په زور او تر وخت وړاندې واده شي او همدا راز دا قوانین هغوی له جنسي تاوتریخوالي سره مخ کوي.
د اروپايي پارلمان غړو په دې پرېړهلیک کې د افغان ښځو زړورتیا ستایلې ده.
دوی په دې پرېکړهلیک کې پر طالبانو د اروپايي اتحادیې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې.
د اروپايي پارلمان غړو همدا راز د هغو هیوادونو چلند غندلی چې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو هغوی پياوړي کوي او په نړیوالو غونډو او مذاکراتو کې يې د افغان ښځو د معنادار ګډون غوښتنه کړې.
همدا راز دوی غوښتنه کړې چې د نړیوالې جنایيي محکمې د څېړنو له لارې طالبان وپوښتل شي او همدا راز يې ويلي چې د ملګرو ملتونو له لوري دې د څېړنو یو خپلواک میکانیزم جوړ شي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی يې له زده کړو او کار کولو څخه منع کړې دي.
د طالبانو مشر شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ چې پر اساس یې د ښځې غږ «عورت» بلل شوی دی او له کوره دباندې يې اورېدل منع شوي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو له افغان ښځو سره د طالبانو چلند «د بشریت پر خلاف جنایت» بللی و.
افغان ښځینه فعالانې وايی چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند «جنسیتي اپارتاید» دی او غوښتنه کوي چې په نړیوالو قوانینو کې کې دې هم جرم وبلل شي او په افغانستان کې دې په رسمیت وپېژندل شي.