close

د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ؛ افغانستان په شپږو ویکیټو جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلې وکولای شول چې د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د جنوبي افریقا لوبډلې ته یوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړي.

د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ لوبه نن (چهارشنبه، ۲۸ د وږي) په شارجه کې وشوه او جنوبي افریقا لومړی د توپ وهنې په کولو سره په څلور دیرش اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۰۷ منډې هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي څلور، غضنفر درې او راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول.

که څه هم افغانستان په لومړي اور کې خپل د پیل توپ وهونکی بایلود خو ويې شول کولای چې په شپږویشتم اور کې ټاکلی هدف پوره کړي.

د افغانستان له لوري ګلبدین نایب تر ټولو ډېري ۳۴ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده چې دا د دواړو هیوادونو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لړۍ ده او همدا راز افغانستان په لومړي ځل په یوه یو ورځنۍ لوبه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ دویمه لوبه د راتلونکې جمعې چې ډ سپټمبر شلمه کېږي، ترسره شي.