«بېوزلۍ او غریبۍ دومره مجبوره کړې یم چې خپلې دوه لوڼې چې یوه یې ۱۳ کلنه او بله هغه یې نهه کلنه ده، د دوه لکه افغانیو په بیه پلورم ځکه د کورنۍ د ساتنې او خاوند د درملنې لپاره بله هیڅ لاره نه لرم.»
دا د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د عمر خوړلې رحیمنه خبرې دي چې د لس کسیزه کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده. هغه له خپل ناروغ خاوند او اولادونو سره د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې په داسې یو کنډواله کور کې اوسیږي چې د چاردیوالي دیوالونه نه لري، خو لاهم د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.
نوموړې په ژړه غوني غږ وایي، خاوند یې محمد زمان نږدې یو کال وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې لومړی سخت ټپي او له څه درملنې وروسته په دواړو پښو او یو لاس معلول شوی دی.
رحمینه زیاتوي خپل خاوند یې په ډیرو ډاکټرانو ګرځولی، خو اخرهم فلج شو، چې له دې وروسته یې د کورنۍ سرپرستي هغې ته ورترغاړې شوه.
نوموړې وایي، د خاوند د درملنې لپاره یې له خپلو خپلوانو شاوخوا پنځه لکه افغانۍ قرض کړي دي، چې اوسمهال ترې غوښتونکي دي، نو ځکه خو د زیاتې بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله د خپلو دوو کوچنۍ لوڼو پلور ته اړه شوې.
رحمینه زیاتوي: «اته اولادونه لرم پنځه یې نجونې او درې هلکان دي مشره لور مې ۱۳ کلنه ده او له کله مې چې خاوند په ترافیکي پېښه ټپي او بیا معلول شو، نو د خاوند د درملنې لپاره مې له خلکو پنځه لکه افغانۍ قرض اخیستي او تراوسه راباندې قرض پاتې دي، ځکه د ګټې وټې بل څوک نه لرم او همدا زه یم، اوس مې دوه لوڼې د پیسو په مقابل کې خرڅوم او بیه مې پرې دوه لکه افغانۍ ایښې ځکه بله لاره نه لرم او د اولادونو پلورل هم راته سخته خبره ده خو بس مجبوري ده.»
د کورنۍ دغه سرپرسته میرمن زیاتوي له کله راهیسې چې د هغې د لوڼو د پلور خبر په رسنیو کې خپور شوی، نو تر اوسه یې د لوږې او بې وزلۍ ستونزه نه ده حل شوې او لاهم ناچاره ده.
د دغه بېوزله میرمنې په خبره ځینو خلکو ترې دیارلس کلنه لور د پيسو په بدل کې غوښتې، خو په بیه کې سره هوکړې ته نه دي رسیدلي.
رحمینه په خپلو خبرو زیاتوي: «داسې مرسته نه ده شوې چې زمونږ اقتصادي ستونزې په دایمي ډول حل کړي، تراوسه راسره زر افغانۍ یو کس مرسته کړې او یوه بوجۍ اوړه، غوړي، بوره او نور توکي راته هم اخیستي، د لوڼو پسې مې خلک راغلي وو او غوښتل یې زما ۱۳کلنه لور د پیسو په مقابل کې ځان ته په نکاح کړي، خو هغه خلکو پیسې یو لک افغانۍ راکولې او ما ورته دوه لکه ویلې چې بیا سره جوړ جاړي ته ونه رسیدو نو بیا خبره همداسې پاتې شوه، خو زه چې دا هرڅه کوم له مجبوریته یې کوم.»
هغه وایي که اقتصادي ستونزې، بېوزلي او قرضونو یې خلاص نه شي، نو په راتلوونکې کې به اړه شي خپل نور اولادونه هم د پیسو په بدل کې وپلوري.
هغه له خیریه بنسټونو، مرستندویه ادارو او په خاص ډول له ځایي طالب چارواکو هم ګیله منه ده چې تراوسه یې د هغې لاسنیوی نه دی کړی.
رحمینه وایي، چې د وزګارتیا او بې وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه په مړه خیټه نه شي مړولی او د ژوند لوری ترې ورک او کورنۍ یې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
د نوموړې په وینا: «ټول خلک خبر دي چې زه یوه بېوزله ښځه یم او طالبان هم خبر دي خو تر اوسه هیڅ مرسته د طالبانو، خیریه بنسټونو واله او موسېساتو لخوا نه ده شوې، که زما د کورنۍ شته ستونزې حل نه شي زه به نور اولادونه هم خرڅ کړم ځکه خاوند مې ناروغه او کورنۍ مې له لوږې سره مخ ده او که دا حالت دوام کوي نو ستونزې به لا پسې زیاتې شي.»
رحمینه زیاتوي اوسمهال په هغه خوراکي توکو د ژوند شپې او ورځې سبا کوي چې هر ماښام ورته د کلیوالو له لوري د خیرات په ډول ورکول کېږي.
د سیمې ځایي اوسیدونکی حیات الله هم مني چې یادې کورنۍ د بېوزلۍ او ناچارۍ له کبله د دوو لوڼو پلور ته اړه شوې او د پلوربیه دوه لکه افغانۍ ټاکلې ده.
د هغه په خبره کلیوالو خلکو یو څه مرسته له نوموړې کورنۍ سره ترسره کړې، خو په خبره یې د هغوی اقتصادي ستونزې دومره زیاتې دي چې حل یې د دوی له وسې پورته دی.
حیات الله زیاته کړه: «دغه کورنۍ په رښتیا هم ډیره بېوزله ده او کله چې مونږ د دوی د لوڼو له خرڅلاوو خبر شو، نو کلیوالو ورسره یو څه مرسته وکړه، خو پر دوی قرض هم زیات دی او بل له دغه یوې میرمنې نور څوک د ګټې وټې هم نه لري، غوښتنه مو له طالب چارواکو او نور خیریه بنسټونو دا ده چې له دا ډول بېوزله کورنیو سره مرسته وکړي ځکه همدوی مستحق دي.»
نوموړی له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوي چې د یادې بېوزلې کورنۍ لاسنیوی دې وکړي څو د خپلو اولادونو پلور ته اړ نه شي.
دا یوازې د رحمینې د کړاو کیسه نه ده، بلکې ګڼې نورې کورنۍ هم شته چې سرپرستان یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوي، معلول شوي او د ځینو هغوی یې خو لا د کلونو په تریدو د مړي ژوندي درک نشته.
له دې ډلې د ننګرهار اوسیدونکې ګل زمینه د هغه افغان سرتیري میرمن ده، چې خاوند یې د تیر حکومت پرمهال هلمند کې د ملي اردو سرتیری و، خو هغه لا پنځه کاله کېږي چې تری تم دی.
نوموړې زیاتوي د خاوند له تري تم کیدو وروسته له دومره اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، چې آن د کور توکي هم په بازار کې په نیمه بیه پلورلي دي.
دغه بې وزله کورنۍ شکایت کوي، چې لاهم د موسېساتو او طالبانو لخوا ورسره مرسته نه ده شوې.
ګل زمینه زیاتوي: «هره شیبه مې سترګې د دروازې پر لور وي او ګورم چې کله به عزیز الله کورته داخلیږي د همدې لحظې پسې مې سترګې راووتې، څلور اولادونه مې دي درې لوڼې او یو زوی اوس مو د ژوند ګوزاره سخته ده ځکه د هر چا اقتصاد خراب شوی او ایله دومره کېږي چې هر سړی خپل اولادونه وساتي زه اوس د کلیوالو خلکو جامې ګنډم او جوړوم او په هماغه پیسو مو د ژوند چاره روانه کړې ده.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه خیرالله افغان وایي، له هغه وروسته چې طالبانو تیر جمهوري حکومت نسکور کړ او پرهېواد یې ولکه ټینګه کړه، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې را کمې شوي چې له کبله یې ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت ناسم لوري ته ځي او د لوږې او بېوزلۍ له سخت ناورین سره په مخامخ کېدو دي.
افغان زیاتوي: «له کله چې طالبان واک ته رسیدلي په هیواد کې بې روزګاري زیاته شوې او د طالبانو د سختو قوانینونو له کبله پر افغانستان مرستې هم کمې شوي، نو همدا لامل دی چې ورځ تربلې بې روزګاري، فقر او بېوزلي زیاتیږي که چیرې حکومت د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیز کار ونه کړي، نو افغانان به په راتلوونکي کې له سخت بشري بحران سره مخ شي.»
نوموړی دغه راز د اقتصادي بحران څخه د زیان لیدونکو کچې کمېدو لپاره په شفاف ډوله د بشري مرستو پر وېش هم ټینګار کوي.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولګه ټینګه کړې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، چې له کبله یې زیاتره افغانان بهرنیو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو کډوال شوي او پاتې هغه یې د لوږې او بې رزګارۍ له کبله له کړاوه ډک ژوندی تیروي.
دا په داسې مهال ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان دامهال تر ټولو ستر بشري بحران سره مخ دی او خلک یې تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا لري.