د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خلک وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته د سوالګرو ماشومانو شمیر زیات شوی او دشپې تر ناوخته د دغه ښار په هوټلونو، مارکیټونو او دوکانونو کې له خلکو سوال کوي. دوی دا وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې د دې چارې دوام د راتلونکي نسل پر روغتیا او پرمختګ باندې منفي اغیزې لرلی شي.
په لښکرګاه کې میشت یو شمیر ماشومان چې دشپې تر ناوخته د ښار په واټونو کې سوال کوي، وایي کورنۍ یې له لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې له کبله یې دوی په ښار کې سوال کولو ته اړ شوي دي.
څوارلس کلن محمد چې پلار یې څلور کاله وړاندې په جګړه وژل شوی او اوس د لښکرګاه ښار اړوند «بولان» سیمه کې په یو کرایه کور کې ژوند کوي، وایي چې د پلار تر مرک وروسته یې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپاتې ده او د ساتنې لپاره یې مجبوره دی چې فقر (سوال) وکړي.
نوموړی په خپلو خبرو کې اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «زما پلار څلور کاله مخکې په جګړه کې وژل شوی او د کور سرپرستي پر ما ده، زه مجبوره یم هره ورځ ښار ته ولاړ شم او له خلکو خیرات وغواړم چې د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړم، په کور کې پنځه مشرې خویندې، یو کشر ورور، او مریضه مور لرم، چې د ګټې وټي بل څوک نه لري، زه هره ورځ په خیرات کې د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ افغانۍ پیدا کوم چې د ماښام خوراک پرې اخلو.»
د محمد په عمر یو بل ماشوم رامین الله بیا د کورنۍ اقتصادي ستونزو له زده کړو محرومه کړی او په ښار کې سوال کوي. نوموړی چې د لښکارګاه ښار د مهاجرو سیمې اوسیدونکی دی، وایي چې پلار یې بېکاره دی او دی مجبوره دی چې کورنۍ ته د ډوډۍ پیداکولو لپاره سوال وکړي.
نوموړي وویل: «زه د لښکرګاه د مهاجرو د سیمې اوسېدونکی یم پلار مې بېکاره دی، زه مجبور یم چې هره ورځ د خلکو څخه مرسته وغواړم، د ښوونځي او لوبو لپاره وخت نه لرم، ځکه چې باید د کور لپاره پیسې پیدا کړم، هره میاشت د کور کرایه، د خوراک مصرف، او نورې اړتیاوې زه په خیرات پوره کوم.»
په هلمند کې ډېری کورنۍ، چې سرپرستان یې له لاسه ورکړي یا په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي خپل ماشومان مجبوره کوي چې ښار کې خیرات ټول کړي، ځکه یو شمیر هغه میرمنو چې پخوا یې خیرات غوښتلو هغه د طالبانو د محدودیتونو له کبله له خیرات ټولولو منع شوي او له کبله یې اوس ماشومان سوالو کولو او یا هم سخت کارونو کولو ته مجبوره شوي دي.
د خالدې په نوم یوې ماشومې په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مخکې به زما مور خیرات غوښته، خو اوس طالبان ښځې له دې کاره منع کړې دي، زه او زما دوه ورونه مجبور شوي یو چې هره ورځ بازار ته ولاړ شو او خیرات ټول کړو، خو خلک لږ پیسې راکوي او د ماښام ډوډۍ نه شو پیدا کولای.»
سوالګر ماشومان وایي، چې د طالبانو حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې د فقر غوښتونکو کورنیو سره میاشتنې مرستې کوي، خو په خبره یې چې په دې برخه کې تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.
د هلمند ولایت اوسېدونکي، دوکانداران، او مدني فعالان هم په دې ولایت کې د سوالګرو ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري او وایي، چې ورځ تر بلې ښه لښکرګاه ښار کې د سوالګرو ماشومانو شمیر زیاتیږي.
د سیدمحمد په نوم د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې یو تن هټۍ وال په دې اړه وویل:«په لښکرګاه کې د ماشومانو فقر یوه جدي ستونزه ده، چې ماشومان د ښوونځي، لوبو، او کورني ژوند څخه محرومه شوي، ټوله ورځ د سړکونو پر غاړه له خلکو خیرات غواړي، موږ له طالبانو غواړو چې د دې ماشومانو له کورنیو سره مرسته وکړي او د هغوی وضعیت ته جدي پام وکړي.»
همدارنګه په دې ولایت کې د محمد نبي ساحل په نوم یو مدني فعال د سوالګرو ماشومانو زیاتیدل د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې د طالبانو حکومت باید یادو ماشومانو د ژوند ښه شرایط برابر کړي.
نوموړي وویل: «ماشومانو ته باید د ژوند ښه شرایط برابر شي، نړیوالې ټولنې او د طالبانو حکومت نه زموږ غوښتنه دا ده چې د ماشومانو د فقر ستونزې ته سمدلاسه رسېدنه وکړي، ځکه چې که اوس لاس په کار نه شي، دا ماشومان به په راتلونکي کې هم د فقر او بې وزلۍ له امله له کړاوونو سره مخامخ وي.»
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، که د دې ماشومانو وضعیت ته سمدلاسه پاملرنه ونه شي د قاچاقبرو او نورو کړیو د ناوړه استفادې ښکار به شي. دوی له طالبانو غواړي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي او د هغوی کورنیو ته مرستې برابرې کړي.
د سید احمد په نوم د لښکرګاه ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «موږ دا ماشومان هره ورځ په ښار کې وینو، په داسې وضعیت کې دي چې د ناوړه استفادې ډېر امکان لري، زموږ دا اندیښنه ده چې که د دې ماشومانو ساتنې لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، نو هغوی به د قاچاق او جنسي ناوړه استفادې قرباني شي ځکه چې دوی څوک نه لري. موږ له طالبانو غواړو چې د دې ماشومانو ساتنه وکړي او د ناوړه استفادې مخه یې ونیسي.»
دغه راز هلمند کې د اقتصادي ستونزو له امله په درنو کارونو د ماشومانو بوختیدل یوه بله جدي ستونزه ده، چې ډیر شمیر د کم عمر ماشومان په ښار کې د لاسي کراچۍ چلولو، پلاستیک او بوتلونو ټولولو، بوټانو رنګولو، موټر مینځلو او د سړکونو غاړو ته د توکو پلورلو برخو کې په کار بوخت دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال صندوق تازه سروې ښيي چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې یو په درېیمه ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي دي.