اطلاعات روز: تخار کې ځایي سرچینې تاییدوي، چې طالبانو د دې ولایت د بهارک ولسوالۍ په قیوم آباد سیمه کې شپږ تنه په ډزو وژلي دي.
څو کسانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دغه کسان د تېرې پنجشنبې په شپه (۲۹ د وږي) په یوه کور کې د غلا په تور په ډزو ویشتل شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د دغو شپږو تنو جسدونه د بهارک ولسوالۍ په بازار کې نندارې ته ایښي وو.
تر اوسه د دغو شپږو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په تخار کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند مبين صافي په دې اړه د اطلاعات روز خبريال پیغام نه دی ځواب کړی.
طالبانو پخوا هم خلک د غلا او د دوی د مخالفو ډلو سره د تړاو په تور په ډزو ویشتلي دي.