د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول چې د ۱۷۷ منډو په لوی توپیر جنوبي افریقا ته ماتې ورکړي او د دریو لوبو دا لوبلړۍ وګټي.
افغان لوبډلې نن (جمعه، ۳۰ د وږي) په شارجه لوبغالي کې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او ویې کولای شول چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۳۱۲ هدف ورکړي.
د افغانستان له لوري د پيل لوبغاړي رحمان الله ګربز سلیزه وکړه او همدا راز عظمت الله عمرزي هم د لوبي په وروستیو کې چټکې ۸۶ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
که څه هم د جنوبي افریقا له لوري توپ وهنه ښه را پیل شوه او خپل لومړی لوبغاړی یې پر ۷۳ منډو له لاسه ورکړ خو د راشد خان او ننګيالي خروټي له لوري را ایسار شول او په ۳۵ اور کې يې ټوله لوبډله پر ۱۳۴ منډو وسوځېده.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان پنځه، ننګیالي خروټي څلور او عظمت الله عمرزي يوه ویکیټه واخیسته.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان له جنوبي افریقا څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ګټي.
د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ را روانه بله لوبه به د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۲مه کېږي.