close

بادغيس کې د ځمکې پر سر شخړه کې د دوو وروڼو په ګډون درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: بادغيس کې سرچينې تاييدوي چې د دې ولايت په تګاب عالم ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې په ترڅ کې يو کس د دوو وروڼو په ګډون درې تنه وژلي دي.

يوې سرچينې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په قتل تورن کس د موسى په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې هغه پرون (شنبه، ٣١ د وږي) مازدیګر ۰۵:۳۰ بجې د تګاب عالم ولسوالۍ اړوند «سورګل» کلي کې د طايب، حبيب الله او طالب په نومونو درې تنه د کلاشینکوف په ډزو وژلي دي.

د سرچينې په وينا، حبيب الله او طايب سره وروڼه او د طالب د تره زامن وو. سرچينې زياته کړه، چې دغو درېيو کسانو له موسى سره د دېوال پر سر شخړه کړې وه.

سرچینه زیاتوي، چې موسی د دغو دریو کسانو له وژلو وروسته تښتېدلی دی.

بادغیس کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.