اطلاعات روز: د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې جنوبي افریقا وکولای شول چې افغان لوبډلې ته په اوو ویکیټو ماتې ورکړي او په دې توګه په لوبلړۍ کې لومړنۍ بریا تر لاسه کړي.
د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ درېیمه يو ورځنۍ لوبه نن (یکشنبه، ۱ د تلې) په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې د خپلې توپ وهنې پر مهال ډېرې منډې ونشوای کولای او په ۳۴ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۹ منډې وکړې او په دې لړ کې د پیل توپ وهونکي رحمان الله ګربز تر ټولو ډېري ۸۹ منډې وکړې.
د توپ وهنې پر مهال د افغان لوبډلې درې لوبغاړي رن اوټ شول.
سویلي افریقا وکولای شول چې دا هدف په ۳۳ اور کې یوازې د درو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړي.
د یادونې وړ ده چې دا د افغانستان او جنوبي افریقا تر منځ لومړنی لوبلړۍ وه چې لومړنۍ دوې لوبې يې افغانستان ګټلې وې او په دې توګه یې په لومړي ځل په نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او هم یې لوبلړۍ ترې وګټله.