اطلاعات روز: په سوله او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډي کارلو وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تر توشیح کېدو وروسته د دوحې د بهیر د درېدو خطر شته دی.
اغلې ډي کارلو چې پرون شپه (دوشنبه، ۲ د تلې) یې د افغان ښځو د وضعیت په اړه په یوه غونډه کې خبرې کولې، وويل چې اوس شرایط ډېر پېچلي دي.
دې وويل: «په دې مرحله هغه کسان چې زموږ په بهیر (د دوحې بهیر) کې يې ګډون کړی دی، غواړي چې دوام ورکړو، خو واقعا غواړي چې طالبان په ښه نیت سره ګډون وکړي. دوی باید نړیوالو تعهداتو ته ژمنتیا پيل کړي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې وويل، چې د دوحې بهیر د اصولي او له طالبانو سره د ګام پر ګام تعامل له مخې رامنځته شوی او هیله داده چې طالبان خپل حکومت ټولګډونه کړي، د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او له تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په لړ کې اغېزناکې هڅې وکړي.
دې زیاته کړه چې د دې هڅو په پایله کې به نړیواله ټولنه په تدریجي توګه پر طالبانو خپل بندیزونه راکم کړي.
اغلې ډي کارلو د دې غونډې په پای کې خبریالانو ته وويل، چې زیات کارونه شته چې طالبان یې باید وکړي، ترڅو د مرستو او نړیوالو همکاریو قلف خلاص کړي.
دې ټینګار وکړ چې هدف دادی چې ووينو ایا طالبان په رښتيا هم پر خپلو ژمنو عمل کوي او کنه.
رزماري ډي کارلو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هیوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې مشري کوله چې د طالبانو استازو هم پکې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د افغانستان ښځو او د مدني ټولنې استازو ګډون نه درلود او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې له هغوی سره په جلا توګه ولیدل.
دې د غونډې په پای کې رسنیو ته وويل، چې له طالبانو سره خبرې «صریحې» او «ګټورې» وې او د هیوادونو استازو د دې هیله درلوده چې له طالبانو سره په جزییاتو خبرې وکړي.
اغلې ډي کارلو هغه وخت وويل، چې د دوحې د بهیر د دوام په اړه پراخ توافق شته دی او ملګري ملتونه یې د دوام تسهیلولو ته ژمن دي.
طالبانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د لومړي ځل لپاره په دې بهیر کې ګډون وکړ او داسې راپورونه ورکړل شول چې هغوی د خپل ګډون لپاره دا شرط ایښی چې په غونډه کې به د ښځو او مدني ټولنې استازي ګډون نه کوي او نه به هم د ښځو د حقونو په اړه خبره کېږي.
د دې بهیر په لومړنیو دوو غونډو کې طالبان ګډون کولو ته نه وو تیار.