اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د فراه – هرات پر لویه لاره د طالبانو د یوه رنجر موټر د چپه کیدو له کبله د دغې ډلې دوه غړي مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي وویل، چې پېښه نن (سې شنبه، ۳ د تلې) غرمه مهال د فراه ـ هرات پر لویه لار د «زیارت» اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په دې ترافیکي پیښه کې دوه طالبان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغه د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تیز رفتاد ښودلی دی.
هيواد کې د ډیری ترافيکي پېښو لاملونه د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت، ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.