اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې یو شمېر جمهوریت غوښتونکي غړي اندېښمن دي چې له افغانستان سره د دې هیواد مرستو ته طالبان لاسرسی لري او له همدې امله غواړي چې د یوې لایحې د وړاندې کولو له لارې دا مرستې ودروي.
د فاکس نیوز له راپور سره سم، که دا لایحه تصویب شي د امریکا فدرالي ادارې نه شي کولای له افغانستان سره په مستقیمه توګه او یا هم د ملګرو ملتونو له لارې مرسته وکړي.
د دې رسنۍ په راپور کې ويل شوي چې د دې لایحې له مخې امریکايي بانکونه نه شي کولای له افغانستان سره د مستقیمې مرستې لپاره پر ملګرو ملتونو اسعار وپلوري.
د دې لایحې یوه ملاتړي جاش برچین فاکس نیوز ته ويلي، چې د بایډن فاجعهناکه وتنه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو لامل شوه او اوس روښانه شوې چې د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالر د طالبانو په ګټه کارېږي.
نوموړي د دې لایحې موخه دا ښودلې چې په افغانستان کې د امریکا له مالي مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونيسي.
د فاکس نیوز له راپور سره سم، لږ تر لږه د امریکا د اوو ایالتونو جمهوري غوښتونکي استازي د دې لایحې ملاتړ کوي.
امریکا پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته له دې هیواد سره تر ټولو ستر مرستندوی هیواد دی او تر اوسه یې له دې هیواد سره تر ۲۱ میلیارد ډالره زیاته مرسته کړې ده.
خو، داسې زیات راپورونه خپاره شوي چې طالبان له دې مرستو په بېلابېلو ډولونو استفاده کېږي.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) د می میاشتې پرمهال د یوه راپور په خپرولو سره ویلې، چې په افغانستان کې د امریکا اجرايوي شریکانو د طالبانو حکومت ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر ورکړي دي.
سیګار زیاته کړې، چې دا بودیجه د امریکا د ۳۸ شریکانو له لوري د طالبانو حکومت ته د مالیې، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او د اوبو او برېښنا د مصرف په توګه ورکړل شوې ده.
د سیګار له راپور سره سم، له دې پیسو څخه ۱۰.۴ میلیونه ډالر د مالیاتو، ۳۴۶ زره او ۸۳۸ ډالر د اوبو او برېښنا د لګښت، ۱۷۶ زره او ۵۹۶ زره ډالر د لګښتونو او نهه زره او ۲۱۵ ډالر د ګمرکي عوارضو په توګه ورکړل شوي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک کال هم د امریکا مرستو ته د طالبانو پر لاسرسي نیوکه کړې وه.