close
Photo: via Secretary Antony Blinken on X

بلینکن د امریکا د کنګرې په «سپکاوي» تورن شو

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړو د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر تورن کړی چې دې کمیټې ته په نه حاضرېدو او له افغانستان د وتلو په تړاو د شاهدي نه ورکولو له امله يې کنګرې ته «سپکاوی» کړی دی.

دې کمیټې پرون (سې شنبه، ۳ د تلې) په دې اړه یوه لایحه په ۲۶ موافقو او د ډیموکراټ ګوند په ۲۵ مخالفو رایو تصویب کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ښاغلی بلینکن له افغانستانه د وتلو په تړاو د شهادت ورکولو لپاره دې کمیټې ته احضار کړی و او پرون يې د حاضرېدو نېټه وه.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل چې ښاغلی بلینکن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون له امله د دې کمیټې استماعیه غونډې ته نشي حاضرېدلای.

د امریکا د استازو جرکې د بهرنیو اړیکو کمیټې دې کمیټې ته د بلینکن د حاضرېدو لپاره لومړی تېره پنجشنبه تعین کړې وه، خو نوموړي پر دې تاریخ مصر او فرانسې ته سفر درلود او په امریکا کې نه و.

دې کمیټې تر دې وروسته نېټه سې‌شنبې ته واړوله، خو دا ځل ښاغلی بلینکن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د دې هیواد د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پرېکړه «سیاسي» بللې او ویلي یې دې چې دا کمېټه خپلې غونډې په هغو ورځو کې جوړوي چې پوهېږي ښاغلی بلینکن نشي راتلای.

خو د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس ويلي چې ښاغلی بلینکن له افغانستانه د «فاجعه ناکې» وتنې په تړاو د ځواب ویلو پر ځای پټېږي.

ټاکل شوې ده چې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لایحه د امریکا د استازو د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي او که دا جرګه کنګرې ته د بلینکن بې اعتنايي تایید کړي، موضوع د امریکا عدلیې وزارت ته د رسيدګۍ لپاره انتقالېږي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د بایډن حکومت له افغانستانه د «فاجعه ناکې» مسوول بولي او بیا-بیا یې د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ چارواکي دې کمیټې ته د شهادت ورکولو لپاره غوښتي دي.

ښاغلی بلینکن وايي، له کومه وخته چې وزیر شوی په کنګره کې یې د افغانستان په اړه ۱۴ ځلې شهادت ورکړی او څلور ځلې بهرنیو اړیکو کمیټې ته حاضر شوی دی، خو ښاغلی مک کال وايي چې ښاغلی بلینکن څلور ځلې د دې کمیټې غونډو ته د کلنۍ بودجې په تړاو راغلی او هیڅکله هم نه دی تیار شوی چې له افغانستانه د وتلو په تړاو شهادت ورکړي.