close

د بشر حقونو څار د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د هیوادونو خبرداری د عدالت د تأمینېدو پېل بللی

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو د وزیرانو تر هغه اعلان وروسته چې غواړي طالبان د ښځو پر خلاف د تبعیض د منعې د کنوانسیون د نقض له کبله وپوښتي، ويلي چې ممکن دا پرېکړه د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو د فاحش نقض لپاره په نړیواله محکمه کې د عدالت د تأمینېدو پېل وي.

دې څلورو هیوادونو پرون (چهارشنبه، ۴ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې جنسیتي تبعیض ختم نه کړي، نو د عدالت په نړیواله محکمه لاهه کې به د دې ډلې پر خلاف شکایت وکړي.

د بشر حقونو څار په خپله اعلامیه کې ويلي، چې دا پرېکړه کولای شي په لاهه کې د عدالت په نړیواله محکمه کې د قضایي رسيدګۍ لامل شي.

دې بنسټ ويلي، چې افغانستان د ښځو پر خلاف د تبعیض د منعې د کنوانسیون یو طرف دی او د دې کنوانسیون له ۲۹ مادې سره سم، لاسلیکوونکي هیوادونه کولای شي د اختلافاتو د حل کولو په موخه محکمې ته مراجعه وکړي.

په بشر حقونو څار کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ويلي: «شونې ده چې د جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ اعلامیه د افغان ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو له لوري د بشري حقونو د فاحش نقض لپاره په نړیواله محکمه کې د عدالت لپاره د یوه بهیر پیل وي. ایا نورو هیوادونو ته مهمه ده چې د دې اقدام ملاتړ وکړي او افغان ښځې په را روان بهیر کې ښکیلې کړي؟»

که څه هم چې افغانستان د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنوانسیون منلی، خو د طالبانو حکومت چې تر اوسه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی پېژندل شوی، دې کنوانسیون ته ژمن نه دی.

د جرمني، هالنډ، اسټرالیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو ويلي، چې که حتا طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې صلاحیت په رسمیت هم ونه پېژني، د دې محکمې پرېکړه پرهغو هیوادونو اغېزې لري چې له طالبانو سره سیاسي اړیکې عادي کوي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر خلاف سخت بندیزونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې له زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ څخه بې برخې دي.

په همدې حال کې د ښځو او بشري حقونو د چارو فعالان د طالبانو پر محاکمه کولو ټینګار کوي.