close
Photo: Zan Times / Maryam Alimi

اسوشیټیډ پریس: تر ۲۰ زیاتو هیوادونو په لاهه محکمه کې د طالبانو پر خلاف د شکایت ملاتړ کړی دی

اطلاعات روز: اسوشیټیډ پریس یو خبر خپور کړی او ویلي یې دې چې تر شلو زیاتو هیوادونو د جنسیتي تبعیض د نه درېدو په صورت کې د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر خلاف د شکایت د طرحې ملاتړ کړی دی.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دې هیوادونو نن (پنجشنبه، ۵ د تلې) له دې طرحې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

اسوشیټیډ پریس په خپل راپور کې د دې هیوادونو نوم نه دی اخیستی.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، دې هیوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو فاحش او سیسټماټیک نقض په ځانګړې د ښځو او نجونو پر خلاف جنسیتي تبعیض غندي.

دې هیوادونو ویلي چې طالبان له سیاسي اړخه د افغانستان د قانوني مشرانو په توګه په رسمیت نه پېژني او د افغانستان د بشري حقونو د تعهداتو نه اجرا کول د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.

پرون څلورو هیوادونو کاناډا، جرمني، اسټرالیا او هالنډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې که طالبان جنسیتي تبعیض ونه دروي، نو د عدالت په نړیواله محکمه کې به یې پر خلاف په دې دلیل شکایت وکړي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنوانسیون یې نقض کړی.

افغانستان د ۲۰۰۳ کال پر مهال دا کنوانسیون لاسلیک کړی دی او ټولو مفادو عملي ته کولو ته یې ژمن دی.

طالبانو دې اقدام ته په غبرګون کې ويلي چې دا ډله د بشري حقونو په نقض او په جنسیتي تبعیض تورنول «پر ځای» نه دي او ناسم «پروپاګنډ» دی چې د یو شمېر ښځو له لوري د دې ډلې پر خلاف کېږي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو سخت بندیزونه لګولي او هغوی یې د کار او زده کړو له حقه بې برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان د دې ډلې دا چلند د «بشریت پر خلاف جنایت» بولي چې د نړیوالو محکمو له لوري د تعقیب وړ دی.