close

طالبان: د بشري حقونو په نقض او جنسیتي تبعیض زموږ تورنول «پر ځای» نه دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي تبعیض د اعمالو په تړاو د څلورو هیوادونو ګواښ ته دې ډلې په غبرګون کې ويلي، چې «د هیوادونو له لوري د بشري حقونو په نقض او په جنسیتي تبعیض د هغوی تورنول پر ځای نه دي».

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (پنجشنبه، ۵ د تلې) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې «په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره هم تبعیض نه کېږي».

ده زیاته کړې: «متأسفانه هڅې کېږي چې د یو څو ښځو له لوري د ناسمو معلوماتو له مخې د افغانستان پر خلاف پروپاګنډ وشي او وضعیت ناسم وښودل شي.»

کاناډا، جرمني، اسټرالیا او هالنډ پرون د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که د ښځو پر خلاف جنسیتي تبعیض ونه دروي نو د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د منعې د کنوانسیون د نقض له کبله به د دې ډلې پر خلاف د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې تر استماعیه غونډې او تر احتمالي وړاندیزېدونکو اقداماتو وړاندې شپږ میاشتې وخت لري چې د ښځو پر خلاف خپل سیاستونه بدل کړي.

دا اعلامیه د دې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپره کړې، د طالبانو پر پوښتلو یې ټینګار کړی او ویلي يې دې چې تر هغو به کرار نه شي چې عدالت او د ښځو حقونه تأمین نه شي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو کلک بندیزونه لګولي او هغوی یې د زده کړو او کار کولو له حق څخه محرومې کړې دي.

دې ډلې په تازه توګه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم نافذ کړی او په هغه کې یې حتا له کوره دباندې د ښځو د غږ اورېدل هم منع کړي دي.