close
Photo by Eric Bridiers

ګوتریش: طالبان دې سملاسي د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تبعیضي بندیزونه لېرې کړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش وايي، له هغو هېوادونو او سازمانونو سره یو ځای کېږي چې په سملاسي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ټولو تبعیضي بندیزونو د لېرې غوښتنه کوي.

ګوترش نن (یکشنبه، ۸ د تلې) سهار ایکس کې پر خپله لیکلي، هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي د معاصر تاریخ له خورا سختو جابر نظامونو سره پرتله کېدای شي.

په دې وروستیو کې څلورو هېوادونو کاناډا، جرمني، اسټرالیا او هالنډ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې که طالبان جنسیتي تبعیض ونه دروي، نو د عدالت په نړیواله محکمه کې به یې پر خلاف په دې دلیل شکایت وکړي چې د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنيوي کنوانسیون یې نقض کړی. تر اوسه څه دپاسه ۲۰ هیوادونو د دغې اعلامیې ملاتړ کړی دی.

افغانستان د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون یو له لاسلیک کوونکو هېوادونو څخه دی او د دغه کنوانسیون د ۲۹ مادې له مخې، لاسلیک کوونکي هېوادونه کولای شي د شخړو د حل لپاره محکمې ته مراجعه وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت چې تر اوسه د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د دغه کنوانسیون پابند نه دی.

د جرمني، هالنډ، استرالیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، که طالبان د عدالت د نړیوالې محکمې واک په رسمیت ونه پېژني، د دې محکمې پرېکړه پر هغو هېوادونو ناوړه اغېزې لري چې غواړي له طالبانو سره سیاسي اړیکې عادي کړي.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي. افغان مېرمنې اوسمهال له زده کړو، کار او د تګ راتګ له ازادۍ بې برخې دي.

د ښځو د حقونو فعالان د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي توپیر ګڼي. د بشري حقونو کارپوهان هم وايي، چې له ښځو سره د طالبانو چلند ښايي د جنسیتي ځورونې پر بنسټ جرم وي.

خو، طالبان وايي، پر دې ډلې د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض تور لګول «پر ځای» نه دی او د دې ډلې پر وړاندې د یو شمېر ښځو ناسم «پروپاګند» دی.