اطلاعات روز: د کندهار – هرات پر لويه لار د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
له فراه ولايت څخه ځایي سرچیني وايي چې دا پېښه نن (یکشنبه، ۸ د تلې) ماسپښین مهال شاوخوا څلور بجې د فراه ولایت اړوند فراه رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، یاده پیښه د «ټیلر» او «ویګو» موټرونو ترمنځ رامنځته شوې چې په ویګو موټر کې ناست نارینه، ښځه او ماشومان وژل شوي دي.
هیواد کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعات هغه څه دي چې ډیري وخت د داسې پیښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.