اطلاعات روز: سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژل شوي دي.
د سیمې یو اوسیدنکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه وړمه شپه (جمعه، ۶ تلې) د دره نور ولسوالۍ اړوند «قلعه شاهي» کلی کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې هلک د شپې لخوا د نجلۍ کور ته ورغلی چې د نامشروع اړیکو پرمهال دواړه د نجلۍ د ورونو لخوا نیول شوي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوې نجلۍ ۱۷ کلنه او وژل شوی هلک ۱۹ کلن وو، او دواړه د دره نور ولسوالۍ د قلعه شاهي سیمې اوسیدونکي وو.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې وژل شوی ځوان محمد الیاس نومیده او د قلعه شاهي سیمې د یو ملا امام زوی و.
ننګرهار کې تراوسه طالب چارواکو په دې اړه ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دا ډول ناموسي وژنې زیاتې شوي دي.
که څه هم د طالبانو د حکومت په راتګ سره هغه کسان چې د نامشروع اړیکو په تور نیول کېږي، ۳۹ دورې سزا او پر دوه کاله بند محکومیږي، خو په ځینو سیمو کې بیا خلک په خپله تورن کسان وژني.