اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزارت وایي چې د دې ډلې د سرحدي مسوولینو یو پلاوي د ایران له یو شمېر سرحدي مسوولینو سره د پولو د خوندیتوب او له قاچاق سره د مبارزې په موخه ليدلي او خبرې کړې دي.
دې وزارت نن (دوشنبه، ۹ د تلې) پر ایکس یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دې چې د دې ډلې د پلاوي مشري د «الفاروق ۲۰۷ قول اردو» د لسمې سرحدي لېوا قومندان محمد رحیم خادم کوله.
د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې همدا راز د پیلرونو (سرحدي نښو) د رنګ او رغونې په اړه هم خبرې شوې دي.
دې وزارت ویلي چې دواړو اړخونو هوکړه کړې چې د لا ښې همغږۍ په موخه به نورې لیدنې هم کوي.
دا په داسې حال کې چې پرون رسنیو خبر ورکړی و چې د افغانستان او ایران تر منځ د «ابریشم پل» سرحدي لار تر هغه وروسته وتړل شوه چې ایراني مامورینو پر يوه افغان وګړي ډزې وکړې.
د طالبانو او ایران رسمي سرحدي مسوولینو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دې ويلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډلې سرحدي ځواکونه بیا-بیا له ایراني پوله ساتو سره ښکېل شوي او په دې نښتو کې د دواړو اړخونو یو شمېر کسان وژل شوي هم دي.