close
Photo: @Zabehulah_M33 on X

د طالبانو ویاند: د داعش د خراسان څانګې مشران او غړي پاکستان ته لېږدول شوي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش د خراسان څانګې مشران او غړي د ځینو استخباراتي کړیو په مرسته د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي، چې هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

مجاهد نن (دوشنبه، ۹ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل په دارالامان سیمه کې د طالبانو د فرامینو او  حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست پر کارکوونکو د برید د عاملینو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له څېړنو څرګنده شوې چې دغه کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ څخه افغانستان راغلي وو.

د مجاهد په وينا، نيول شويو کسانو په باميانو کې پر بهرنيو سيلانيانو بريدونو کې هم لاس درلود.

مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو په کابل او ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات کړي دي.

د مجاهد په وينا، په نيول شويو کسانو کې يو تاجکستانی تبعه هم شامل دى چې د ځانمرګي بريد نيت يې درلود.

د طالبانو د وياند په خبره، چې د دغه کسانو له پټنځاى څخه یو انفجاري واسکټ، دوه ميله وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

مجاهد ویلي: « په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.»

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې په نورو عملیاتو کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

مجاهد ویلي، چې په دغو کسانو کې هغه کسان هم شته چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د داعش د خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي دي.

مجاهد په خپره کړې اعلامیه زیاته کړې، چې د طالبانو له خوا د داعش له ځپل کیدو وروسته، د داعش د خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي، چې هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

د طالبانو ویاند ویلي، چې داعش په افغانستان او نورو هېوادونو کې له دغو مرکزونو څخه بریدونه ترسره کوي او هم په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دیني عالمان او د دیني، مذهبي او سیاسي ډلو غړي په نښه کوي او «د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي».

په همدې حال کې د پاکستان په ګډون یو شمیر هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګندوي.

طالبانو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.