اطلاعات روز: ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د کوز کونړ اړوند کونړ سیند کې د یوې کښتۍ د ډبیدو په پېښه کې ١٤ کسان اوبو ډوب کړي چې تر اوسه د څلورو کسانو مړینه تایید شوې.
د سیمې یو اوسیدونکی نجیب الله وایې چې نن مازیګر (دوشنبه، ٨د تلې) پنځه بجې شاوخوا د کوز کونړ ولسوالۍ د «کاشکوټونو سربند» سيمې اړوند کونړ سیند کې يوه کښتۍ چې د یادې سیمې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ کسان پکې سپاره وو، د تیزو بادونو له کبله اوبو ډوبه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د یادو کسانو له ډلې ۴ تنه مړه شوي، څلور تنه نور ژوندي ژغورل شوي او شپږ تنه نور لا تر اوسه تري تم دي.
په یاده سیمه کې د کونړ پر سیند پل موجود دی خو کلونه کیږي چې تخریب شوی او هره لحظه یې د غورځیدو ویره شته چې له همدې کبله پرې ځایي خلک تګ-راتګ نه کوي او د یو کلیوال له لوري په جوړې شوې کښتۍ کې یوې-بلې غاړې ته اوړي.
تر دې وړاندې په مومندرې ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې پر مهال ګڼ شمیر خلک مړه شوي وو.