close

طالبانو په لغمان کې درې کسان عام محضر کې په دُرو وهلي

اطلاعات روز:  لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یې درې کسان د اخلاقي فساد او لواطت په تور عام محضر کې په دُرو وهلی دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درې کسان تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د تلې) د مهترلام ښار اړوند «ازادۍ پارک» کې د زرګونه کسانو په مخ کې په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې دغه کسان د اخلاقي فساد او لواطت په تور نیول شوي وو، چې د عامو خلکو په مخکې په دُرو ووهل شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس د اخلاقي فساد په تور نیول شوی ۳۹ دُرې وهل شوی او په څلور کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی او دغه راز دوه تنه نور چې د لواطت په تور نیول شوي هر یوه ته یې ۳۹-۳۹ درې سزا ورکړل شوې او په یو کال بند محکوم شوي دي.

له دې څه موده وړاندې طالبانو په فاریاب ولایت کې هم د یوې ښځې په ګډون څو تنه عام محضر کې په دُرو وهلي وو.

که څه هم د بشري حقونو ټولنې د طالبانو له لوري په عام محضر کې سزاوې نقدوي، خو له نیوکو سره سره بیاهم طالبان دا ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.