close
ټام ویسټ

ټام ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د دې هیواد د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شوی او په دې وزارت کې د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

کومه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن (سې‌شنبه، ۱۰ د تلې) خپره کړې، پکې راغلي چې ټام ویسټ د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي چې هم د امریکا ګټې او هم د افغانستان د خلګو رفاه تضمین کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې دې هیواد د ټام ویسټ د ماموریت پر مهال د کاختۍ د پراختیا د مخنيوي لپاره پراخې بشرپالې هڅې وکړې او د میلیونونو وګړو اړتیاوې یې رفع کړې، همدا راز د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې هوښیار پاتې شو. له دې سره-سره یې په دې اړه چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په پټنځای بدل نشي، خبرو ته دوام ورکړ.

ده زیاته کړې چې همدارنګه ټام ویسټ د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړو د ازادۍ او د امریکا د افغان همکارانو ځای پر ځای کېدو ته لومړیتوب ورکړ او رینا امیري د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تضمینېدو کې همکاري کوله.

بلینکن ویلي چې تر دې نوروسته به د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو سیاستونه د افغانستان لپاره د دې هیواد شاژدافیره کیرن ډیکر، د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مارک پومرشیم مخته وړي.

ټام ویسټ د ۲۰۲۱ اکتوبر پر مهال د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

له هغه وخته تر اوسه یې د افغانستان په تړاو د خبرو-اترو لپاره سیمې ته ګڼ سفرونه کړي او له مدني فعالانو او د ښځو او بشري حقونو د چارو له مدافعینو سره د لیدنې تر څنګ یې له طالب چارواکو سره هم ليدلي دي.