اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت ښورابک ولسوالۍ کې پر «ډیورنډ فرضي کرښه» د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
د سرچينو په وینا، دغه نښته نن (یکشنبه، ۱۵ د تلې) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د «نوشکي» او «ګزنلي» په سيمو کې رامنځته شوې.
یوې امنیتي سرچینې وویل، چې نښته وروسته له هغه رامنځته شوې، کله چې طالب ځواکونو غوښتل پر ډیورنډ کرښه پوستې جوړې کړي، خو پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي په موخه پر طالبانو ډزې کړي.
د سرچینې په خبره، نښته دا مهال کابو شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
سرچينه وايي، طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو پولې ته نور ځواکونه هم لېږلي دي.
کندهار کې طالبانو ځايي امنیتي چارواکو هم د دغې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د ښورابک او پاکستان ترمنځ دغلته غیرې رسمي لاره هم تړل شوې.
کندهار کې د طالبانو د البدر قول اردو ځواکونو غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کندهار له ښورابک ولسوالۍ څخه بیا د زابل تر شملزو ولسوالۍ پورې نوې پوستې جوړې کړي، خو پاکستان یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.
طالبانو تردې مخکې هم هڅه کړې وه چې دغلته پوستې جوړې کړي، خو هغه مهال یې هم پاکستاني ځواکونو مخالفت کړی وو.
طالبانو او پاکستاني ځواکونو څو ځله پر ډیورنډ کرښه د پوستو پر جوړولو نښتې کړي دي. افغانستان له پاکستان سره یاده پوله په رسمیت نه پېژني او دا مسئله تل د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې راپورته کوي.